زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې دوه ۴جي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول
د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ په عمومي شاهراه، پښ کنده او ګاجوی سیمو کې دسلام مخابراتي شبکې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
دیادونې وړده چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د نوموړو سایټونو له فعالېدو څخه رضایت څرګند کړی او دا یې د خپلو ورځنیو مخابراتي اړتیاوو د پوره کېدو، د اړیکو د ښه والي او د سیمې د پرمختګ لپاره یو مهم اقدام بللی دی. هغوي د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست هڅې ستایلې او د مخابراتي خدماتو د لا پراختیا غوښتنه یې کړې ده.
