د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د معیار او کیفیت ادارې سره د مجازي سرور د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد لاسلیک کړ

naweed_admin
Sun, Jan 25 2026 3:43 PM
اداره نورم و استندرد

دا قرارداد د وزارت د لارښوونې پر بنسټ د معلوماتي ټکنالوجۍ خدمتونو د وړاندې کولو ریاست له لوري د هاستنګ خدمتونو د پراختیا په موخه لاسلیک شوی.

د یاد قرارداد موخه د موجودو تخنیکي زېربناوو، په ځانګړي ډول د هاستنګ سیستمونو، اغېزمنه استفاده او د خدماتو ښه والی دی.

د قرارداد له مخې به د یادې ادارې تخنیکي او مخابراتي سیستمونه د افغانستان د معلوماتو په ملي مرکز کې کوربه‌توب (هاستنګ) شي، تر څو خدمات په خوندي او معیاري ډول وړاندې شي.