د زابل ولایت په شینکۍ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Mon, Aug 25 2025 3:10 PM
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د زابل ولایت شینکۍ ولسوالۍ کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې ۳جي مخابراتي سایټ جوړ او د مخابراتي چوپړ د وړاندې کؤلو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .

د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره به د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ اوسیدونکي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي او کولای شي له انټرنټي او مکالماتي چوپړ ګټه پورته کړي.

د یادولو وړ ده زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې د هېواد لرو پرتو سیمو ته یې ځانګړې پاملرنه کړې او هغه سیمې چې له ډېره وخته د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې وې اوس مهال ورته غوره مخابراتي چوپړ وړاندې کېږي.