د لوګر ولایت په مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د درېو، نویو مخابراتي سایټونو جوړولو لپاره سروې ترسره شؤه

naweed_admin
Thu, Jun 26 2025 1:08 PM

هېواد کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په دوام د لوګر ولایت د مخابراتو ریاست د مسلکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکز پل علم ښار د کډوالو ښارګوټي سیمه، برکی برک ولسوالۍ پادخواب روغنی کلي او څرخ ولسوالۍ اومې څرخ بالا کلي کې د افغان بیسیم او روشن مخابراتي شرکتونو د دریو، نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو په موخه، سروې ترسره شؤه.

یاد مخابراتي سایټونه د لوګر ولایت لرو پرتو سیمو لپاره د هغو منظور شویو سایټونو له ډلې څخه دي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد جنوب ختیځو ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د لوګر ولایت د مسؤلینو او ځایي اوسېدونکو د غوښتنې له مخې د یاد ولایت بېلابېلو لرو پرتو سیمو ته د یوه ځانګړي هدایت له مخې منظور کړي وو چې اوس مهال یې د سروې او جوړېدو چارې عملاً پیل شوي دي.