زابل ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, Jun 21 2025 12:35 PM
ولایت زابل

زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د مخابراتي شبکو له نویو بې شمېرې او شمېرې لرونکو سیمکارتونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه.

د دغې څارنې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر اوسمهاله په یاد ولایت کې د نویو سیمکارټونو خرڅلاو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې مطابق تر سره کیږي او همدا رنګه د ولایتي ریاست له لوري مخابراتي شبکو ته په دې برخه کې پیرودونکو لپاره د آسانتیاو د برابرولو سپارښتنې وشوې.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت نظارتي ټیمونه د هېواد په ټولو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو له خدمتونو څخه وخت په وخت څار ترسره کوي او د غیر قانوني کړنو په صورت کې یې مخنیوی کوي.