پنجشیر ولایت کې د یوه خصوصي انټرنیټي شرکت له خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
Tue, May 06 2025 5:40 PM
مخابرات پنجشیر

پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري په نوموړي ولایت کې د افغان ټلیکام یوه خصوصي رسلر انټرنیټي شرکت د فعالیت او خدمتونو له بهیر څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې په ډاګه شوه چې یاد شرکت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د اصولو او مقرراتو خلاف خدمتونه ترسره کول خدمتونه یې ودرول شول او د ترسره کړي غیر قانوني فعالیت په موخه ورته لازمې سپارښتنې وشوې.

دا څارنه د غیر قانوني فعالیتونو د مخنیوي، د انټرنیټي شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, په خاطر ترسره شوه.