د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له ریاست څخه لیدنه وکړه

naweed_admin
Mon, Dec 09 2024 3:01 PM
مخابرات ولایت لغمان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د داخلي پلټنې رئیس محترم محمد طارق فاروقي او د معلوماتي ټکنالوجۍ د څیړنې او پراختیا لوی رئیس الطاف احمد علمیار د یوې غونډې په ترڅ کې د لغمان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له رییس او کارکوونکو سره وکتل او په یاد ولایت کې د مخابراتي او انترنیټي خدمتونو د پرمختګ، د مخابراتو ریاست اړوندو ملکیتونو (ځمکو او ودانیو) د ستونزو د حل او نورو شته ننګونو په اړه یې خبرې وکړې.

نوموړو محترمو رئیسانو  د لغمان ولایت د کمپیوټر له ښوونیز مرکز څخه هم لیدنه وکړه او د ټکنالوجۍ او عصري علومو په ارزښت ټینګار وکړ  او دغه راز  د کمپیوټر د  ښوونیزو چارو د ښه والي او د خلکو د مخابراتي ستونزو د حل په اړه یې لازمې لارښوونې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو وزارت له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.