د نوري فایبر سره د پکتیکا ولایت د کانونو ریاست د نښلولو پروژه پرانیستل شوه

naweed_admin
Thu, May 02 2024 12:47 PM
ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې له مخې د یاد ولایت کانونو ریاست د نښلولو پروژه د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوه.

د دې پروژې په بشپړیدو سره به د پکتیکا ولایت کانونو ریاست ته ام بي) انټرنت ورکړل شي او ټولې څانګې به یې د خپلو چارو تر سره کولو لپاره لوړ کیفیت او چټک انټرنټ ته لاسرسۍ ولري.

د یادونې وړ ده چې د پکتیکا ولایت د کانونو ریاست د یادې پروژې له پرانیستې خوښي وښوده او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزارت له پاملرنې څخه یې قدرداني څرګنده کړه او د یاد ولایت د مخابراتو ریاست له هڅو څخه یې مننه وکړه.

ولایت پکتیکا