د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین د مخابراتي سکتور د عوایدو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې سره وکتل

naweed_admin
Tue, Jun 01 2021 4:59 PM
دیدار معین عواید و گمرکات وزارت مالیه با وزیر مخابرات

د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین ښاغلي عالم شاه ابراهیمي، له معصومه خاوري سره وکتل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور د عوایدو په اړه یې خبرې وکړې.

په دې ناسته کې، د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین د عوایدو په راټولولو کې رو ڼتیا د دولت یو له مهمو اهدافو او لومړیتوبونو څخه وګڼله او د مخابراتو سکتور یې د دولت د عوایدو یوه مهمه سرچینه وبلله.

اغلې خاوري د ملي عوایدو په شفاف ډول راټولولو کې دمالیې وزارت د هڅو ستاینې ترڅنګ څرګنده کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور په کال کې په ملیاردونه افغانۍ عواید راټولوي او دولتي خزانې ته یې لیږدوي او زیاته یې کړه چې دا وزارت به عواید په شفاف ډول راټول او په دې برخه کې به بشپړه همکاري کوي.

معصومه خاوری