په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

naweed_admin
Mon, Oct 12 2026 2:27 PM
ریاست مخابرات ولایت هرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له لوري د مخابراتي خدمتونو د پراختیا صندوق (TDF) په مالي لګښت، د هرات ولایت د فرسي ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا سیمو کې د سلام مخابراتي شبکې درې آنتنونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو تر پوښښ لاندې راشي او د سیمې اوسېدونکو ته به د غږیزو اړیکو او انټرنېټي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده چې فرسي ولسوالي د هرات ولایت له لرې پرتو سیمو څخه ده، چې پخوا پکې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د لاسرسي ستونزې موجودې وې چې د دغو انټنونو فعالېدلو سره به یادې سیمې ستونزي حل او په کمولو کې به یې مرسته وکړي.