بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه
د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو او د ۳جي او ۴جي انټرنېټي خدمتونو د پراختیا په برخه کې د اغېزمنې همغږۍ رامنځته کول دي.
په دې غونډه کې د مخابراتي شرکتونو استازو په ۱۴۰۴ کال کې د خپلو فعالیتونو او د مرکز او ولایت په لرو پرتو سیمو کې د شبکو د پوښښ د پراختیا په اړه راپور وړاندې کړ، همداراز د انټرنېټي او مخابراتي خدمتونو د کیفیت د ښه والي، د مخابراتو له ریاست سره د همکارۍ او همغږۍ د زیاتوالي او محرومو سیمو کې د خدمتونو د پراخولو او د خدمتونو د کیفیت پر دوامداره څارنې ژمنه وکړه.
د مخابراتي شرکتونو مسوولنو د بغلان ولایت د مخابراتو ریاست څخه د مننې او قدردانۍ ترڅنګ ژمنه وکړه چې خپلې چارې به د ټاکل شوو طرزالعملونو او ځانګړو اصولو مطابق ترسره کوي.
