د غورولایت مرکز کې یو مخابراتي سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Mon, Nov 24 2025 2:42 PM
Ghoor

د هېواد محرومو سیمو ته د انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو د رسولو په لړ کې د غور ولایت مرکز اړوند پای بند او تیغه تیمور سیمو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو سایټ چی ۲جي او۳جي خدمتونه وړاندې کوي فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد مخابراتي سایټ په فعالیدو سره د غورولایت اړوند اشترخان، امروتک، آهنگران، بره خانه، کابلک، تیغه تیمور، بهاری، اخته خانه، الندر، صوفکها بندرغونک ودیله کلیو اوسېدونکي کولای شي له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو ګټه پورته کړي.