د پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

naweed_admin
Wed, Oct 15 2025 5:34 PM
Parvan

د پروان ولایت کوه صافي ولسوالۍ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ چې د اترا ادارې ټي ډي ایف لسمه پروژه کې یادې سیمې ته ځانګړی شوی رغنیزې چارې یې پیل شوې.

یاد مخابراتي سایټ چې د پروان ولایت د کوه صافي ولسوالۍ محرومو سیمو ته ځانګړی شوی له فعالېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ کوه سلک، خاک خوار، پیتو او مندیقول کلي له مخابراتي خدمتونو برخمن شي.