د کړنو د ارزونې آزمايښتي ورکشاپ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د کړنو د ارزوني آزمایښتي ورکشاپ چې د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون لخوا په لاره اچول شوي وو پشپړشو.

په هغه غونډه کې چې په همدې اړوند د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کنفرانسونو په خونه کې جوړه شوي وه  په ورکشاپ کې د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال ښاغلی وهاب الدین " سادات"، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هئیت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو دخپلواک کمیسیون د دارانشا رئیس او غړو ګدون کړی وو .

د ورکشاپ په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ مالي او اداري مرستیال ښاعلی وهاب الدین سادات د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسیون د دري میاشتني آزمايښتی پروګرام څخه مننه وکړه  او زیاتي کړه : خوښ یم چې په دغه ورکشاپ کې کډون کوم .

د دغه درې میاشتني ورکشاپ موخي دا وي چې آمرین او مدیران د کړنو له نویو مهارتونو سره آشنا شي. او وکولاشي چې خپلو تر لاس لاندې کارکوونکو له کړنو څخه څارنه او ارزونه وکړي، چې په دې برخه کې د بشري سرچینو ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د کمیسیون سره همکاره وو

رهبر ، آمر او مدیر هغه کسان دی چې د خپلي څانکې مسول ګڼل کیږی او ډیره مهمه برخه یې دکارکوونکو د کړنوڅخه څارنه او ارزونه ده چې باید په سمه ټوګه ترسره شي.

کله چې موږ د خپل همکار له کړنو څخه څارنه او ارزونه کو دغه څارنه او ارزونه باید په صادقانه ډول ترسره شي او د کارکوونکې د قوت او ضعف تکې  په ډاکه شي او دغه ټکي په خپل ځان کې اصلاح کړو .همدارنګه یو آمر او مدیر د کارونو په سرته رسول کې یو بیلګه ووسي

وروسته بیا د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو خپلواک کمیسیون د دارانشا رئیس ښاغلی سید ذبیح الله ساویز وویل : د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کومه ژمنه چې د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونود خپلواک کمیسیون سره کړي وه ترسره کړه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رهبری هئیت په دغه ورکشاپ کې ګډون کړي وو همدارنګه د بشری سرچینو له ریاست څخه هم مننه کو چې موږ سره همکاره وو او ښوونکې موږ ته را وپیژندل ترڅو په دغه برخه کې زده کړي وکړي. همدارنګه ښاغلی سید ذبیح الله ساویز زیاته کړه د مکافاتو او مجازاتو د کړنو له سمي ارزونې څخه رامنځ ته کیږي که چیري د یوکس د کړنو څخه  په سمه توګه څارنه او ارزونه وشي او د ضعف او قوت ټکې یې په ډاګه شي د مکافاتو او مجازاتو زمینه برابریږي . 

تازه ترین خبر

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک سایت شبکه مخابراتی سلام در ولسوالی شتل ولایت پنجشیر

این سایت مخابراتی که برای مناطق محروم این ولایت به همکاری پروژه دهم تی دی اف برای...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

نظارت از کار ساختمانی یک تعداد سایت های مخابراتی شبکه سلام در ولایت بامیان صورت گرفت

طی این نظارت به شرکت متذکره توصیه گردید تا کار اعمار این سایت های مخابراتی را مطابق به شرایط قرارداد بطور معیاری...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

در ولایت کندز یک سایت شرکت مخابراتی روشن فعال و به بهره‌ برداری سپرده شد

با فعال شدن این سایت مخابراتی، باشندگان منطقه متذکره به خدمات مکالماتی و اینترنت باکیفیت...

بازگشت به خبر