د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو له محترمو وزارتونو سره د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه ګډه ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې، د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی حکم د ګډونوالو پر وړاندې واورول شو او څرګنده شوه چې د ټولګټو وزارت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په تخنیکي همکارۍ د ترازو یو پرمختللی سیستم جوړ کړی، چې اوس مهال په ۱۶ ترازوګانو کې په ازمایښتي ډول فعال دی، او پلان لري چې دا سیستم په پاتې ترازوګانو کې هم تطبیق کړي.

د ناستې ګډونوالو د اوسنیو اړتیاو او تخنیکي پرمختګونو په نظر کې نیولو سره پرېکړه وکړه، چې د حکم د مؤثر تطبیق لپاره لاندې ګامونه پورته شي:

۱. د ترازو د سیستم عایداتي برخه دې د مالیې وزارت له (RMIS) سیستم سره ونښلول شي، او د مالیې وزارت ټول تخنیکي شرایط او معیارونه دې په پوره ډول رعایت شي.

۲. د لا ډېر شفافیت او همغږۍ د رامنځته کولو لپاره دې د ټول پلازې (Toll Plaza) برخه د سیستم په جوړښت کې شامله شي.

په غونډه کې د اړونده وزارتونو تخنیکي استازو د یادو مواردو د ښه پلي کېدو په موخه هر اړخیز بحثونه وکړل او د لا اغېزمن تطبیق لپاره لاندې پرېکړې وشوې:

الف) الف: مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه څو(RMIS) سیسټم سره د ترازوګانو د وصل لپاره خپل معیارونه او تخنیکي شرایط مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ته وسپاري.

ب: د ټولګټو وزارت به د خپلو تازه اړتیاو پر بنسټ د ټولپلازې سیسټم د پراختیا په موخه خپلې نیازمندۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره شریکوي څو د مخابراتو وزارت یې له مخې سیسټم ته پراختیا ورکړي.

ج) د درې واړو وزارتونو تخنیکي ټیمونه به د ارغندۍ د ټول پلازې له ساحې څخه له نږدې تخنیکي لیدنه کوي.

د) همداراز پرېکړه وشوه چې د کره معلوماتو له بشپړولو وروسته به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سیستم د پراختیا او د (RMIS) سره د نښلولو لپاره یو واضح زماني پلان ترتیب کړي.

دغه ناسته د وزارتونو ترمنځ د تخنیکي همکارۍ، شفافیت، او عوایدو د منظم راټولولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي، چې د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه د لارښوونو د تطبیق په موخه اخیستل کېږي.

د یادونې وړ ده چې یادې ناستې به د حکم تر تطبیق او په عملي ډول د سیسټمونو تر پراختیا دوام مومي.

تازه ترین خبر

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

ظرفیت ۵ سایت‌ شبکه مخابراتی سلام در مرکز ویک تعداد ولسوالی ها ولایت پکتیکا به تکنالوژی به نسل چهارم (4G) ارتقا یافت

ه منظور بهبود کیفیت پوشش مخابراتی و رسیدگی به مشکلات مخابراتی شرکت مخابراتی...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

در ولسوالی شیگل ولایت کنر یک سایت مخابراتی شبکه سلام فعال و به‌بهره‌ برداری سپرده شد

این سایت مخابراتی به هدف خدمات بهتر مخابراتی با تکنالوژی...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

دیدار وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی با تحلیلگران و ژورنالستان پیرامون توسعه حکومتداری دیجیتلی و خدمات مخابراتی

وزیر صاحب مخابرات در این دیدار، تحلیلگران، ژورنالستان و نویسندگان را ترجمانان افکار عامه و بازتاب‌دهندگان واقعیت‌های جامعه عنوان کرده و گفت...

بازگشت به خبر