غزني ولایت کې د پوستي خدمتونو د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۵:۲۱
مخابرات ولایت غزنی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم، په غزني ولایت کې د پوستي او کارګو دولتي او خصوصي شرکتونو فعالیتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پستي خدمتونو تنظیم ادارې (آپرا) ریاست له لوري د نوموړي ولایت د مخابراتو ریاست سره په همغږی په یاد ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې له هغو شرکتونو څخه چې له جواز پرته یې پستي خدمتونه وړاندې کول، لیکلي ژمنه ؤاخیستل شؤه او د پوسټي خدمتونو ټولو شرکتوتو ته لارښوونه وشوه چې خپلې ټولې چارې د آپرا ادارې د کړنلارې له مخې د اړوندو شرکتونو د اصولو او اساسنامې سره سم ترسره کړي، د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

همدا راز د دې څارنې ترڅنګ د پستي خدمتونو د تنظیم ادارې ( اپرا ) ریاست د پلاوي لخوا یو پریزینټیشن هم وړاندې شو چې د یادو شرکتونو استازو او د غزني ولایت د مخابراتو ریاست کارکوونکو ته د پستي  او کارګوخدمتونو د کاري مسیر په اړه د پوهاوي لپاره معلومات ورکړل شول.

دا څارنه د غیر قانونی پوستی فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۲۱
Background image

ننګرهار ولایت شپږو ولسوالیو کې ۶ مخابراتي انټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د ننګرهار ولایت دره نور، ښېوې، پچیراګام، ګوشتې، خوګیاڼو او سرخ ولسوالیو ...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۱۳
Background image

د میدان وردکو ولایت یو شمېر سېمو کې د مخابراتي سایټونو له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د یادې څارنې په ترڅ کې اړونده شرکتونو ته سپارښتنه وشوه څو رغنیزې چارو کې کیفیت او معیار...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۱ - ۱۵:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالیې او ټولګټو وزارتونو سره د تخنیکي سیسټمونو د پیاوړتیا په موخه ګډه ناسته وکړه

د تخنیکي سیستمونو د پیاوړتیا، تخنیکي همغږۍ د زیاتوالي، او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د اغېزمن تطبیق په موخه...

بېرته خبرونه ته