د .GOV.AF په ویب سایټونو باندې د احتمالي سایبر برید په اړه معلومات

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ په ۲۸مه نیټه، د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز (ANDC) د ویب سایټونو او بریښنالیکونو د سیستمونو د ورځنۍ څارنې په بهیر کې، متوجه شو چې له فایلونو څخه په یوه کې یي بدلون راغلی، خو په سمدستي توګه په دې پوه نشو چې دا  بدلون په کوم سند (فایل) کې راغلی، چې د هغه پل واخیستلی شي. کله چې مو په دې اړه نورې څیړنې وکړې، جوته شوه چې د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ په ۲۹مه نیټه زموږ د CDN (د مرکزي معلوماتو شبکه) سیستم له خطر سره مخ ده. برید کوونکي په څه ډول په دې بریالی شوی وو چې زموږ د جاوا سکرپټ په کتابتون کې یو کوچنی پروګرام یا سکرپټ ځای پر ځای کړي، چې هغه بیا په خپل وار له یوه بهرني سکرپټ سره اړیکې لرلي. له دي سره سره، موږ وکولای شول چې د ۱۳۹۳ کال د لیندۍ په ۲۹مه نیټه په ۲۴ ساعتونو دننه په یاد شوي تهدید باندې برلاسي شو، او زموږ د ویب سایټونو په منځپانګې باندې هیڅ ډول اغیزه ونه لري. د یادونې وړ ده چې، د دې برید موخه دا وه چې د .GOV.AF له ویب سایټونوو څخه د بهرنیو بریدونو لپاره د پراکسي په توګه کار واخلي. موږ د دې حقیقت د پلټنې هڅه کوو چې دا برید کوونکي څنګه وکولای شول چې د ANDC لخوا هوسټ شوي ویب سایټونو جاواسکرپټ کتابتون ته دننه شوي وو.

موږ دې برید ته خبرې پوښښ ورنکړ، ځکه زموږ په سیسټمونو باندې یې اغیز نه درلود او موږ وکولای شول چې د ۲۴ ساعتونو دننه په هغه باندې بریالي شو، خو څنګه چې دا مسئله د امریکا د یوې امنیتي ادارې ې ThreatConnect لخوا په یوه راپور کې رسنیو ته څرګنده شوه، موږ دا احساس کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په نیابت په دې لړ کې د خپلو لاسته راغلو معلوماتو په اړه یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړو، او همدا رنګه دا خبره څرګنده کړو چې د پیښې په وخت کې موږ له موضوع خبر وو.

څرنګه چې معلومه ده موږ د سایبری جګړې په زمانې کې یو، او د دې ډول جنګي فعالیتونو تر ټولو وروستۍ نمونه د لیندۍ میاشتي په وروستیو کې د سوني پکچرز په سیستمونو باندې سایبر برید دی. سره له دې چې د دې سیستم د امنیت په برخه کې په میلیونونو ډالره پانګونه شوې، برید کوونکو وکولای شول چې په هغوی باندې برید وکړي او د هغوی فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.

د تیرو ۴-۵ کلونو په بهیر کې، د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز له ګڼ شمیر ناکامه بریدونو سره مخ شوی، او موږ دا وړتیا لرله چې سیستمونو ته د هر ډول زیان رسیدلو پرته په هغوی باندې بریالي شي.

موږ په دې اند یو چې، د .GOV.AF په ویب سایټونو پاندې د دې ځانګړي برید نسبت د چین هیواد ته کول کیدای شي سیاسي موخې ولري. خو دا خبره لا هم څرګنده نه ده ځکه موږ باید پراخ معلومات راغونډ کړو تر څو د دې برید تر شا د هغوی په رښتیوني موخه باندې پوه شو.

د دولتي او یا سترو کمپنیو د ویب سایټونو د هک کولو هڅي په ټوله نړۍ کې هره ورځ ترسره کیږي. ځکه نو، دا یوه نړیواله ستونزه ده او تر ټولو غوره کار دا دی چې داسي اقدامات ترسره کړو چې د تهدیدونو کچه راټیټه کړي. که څه هم، هیڅوک نشي کولای چې د دې ډول بریدونو احتمالي خطر په بشپړه توګه له مینځه یوسي، هغه څه چې موږ کولای شو ترسره کړو دا دی چې خپل امنیت نور هم پیاوړی کړو چې خپله ساتنه وکړو او د دې ډول بریدونو اغیز، کله چې پیښي شي، راټيټې کړو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۱۵
Background image

کونړ ولایت اسمار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټ د قرارداد د شرایطو سره...

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۷
Background image

د پکتیا ولايت په ځاځی آریوب ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیا ولايت ځاځی آریوب ولسوالۍ...

شنبه ۱۴۰۴/۴/۷ - ۱۶:۱۶
Background image

کونړ ولایت ناړۍ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې ذکر شوي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد...

بېرته خبرونه ته