د نظربايوف پوهنتون څخه ليدنه

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوجۍ سرپرست وزير شهزاد اريوبي د قازقستان په استانه کې د نظربايوف پوهنتون څخه ليدنه وکړه. د نظربايوف پوهنتون له مرستيالې اغلې خديجه ډېرووا سره يې هم وليدل. په دغه ناسته کې د دوه اړخيزو اړيکو په پراختيا او افغانستان ته د معلوماتي ټيکنالوجۍ په برخه کې د بورسونو په ورکړې خبرې وشوې. اغلې خديجه د همکاريو ژمنه وکړه او و يې ويل چې د نظربايوف پوهنتون يو لوړ رتبه هئيت به کابل ته راشي. سرپرست وزير د نظربايوف پوهنتون له مرستيالې مننه وکړه او په لا ډېرو همکاريو يې ټينګار وکړ.

 


 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته