د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د موبل فرنیچر (میز، څوکۍ، المارۍ، درې ساکټه او ترازو) د تدارک او برابرولو پروژې د داوطلبۍ اعلان
دنشر تاریخ
د ختمیدو تاریخ
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له ټولو وړ داوطلبانو څخه بلنه کوي تر څو د PDMS سیستم د اړتیاوو لپاره د موبل فرنیچر (میز، څوکۍ، المارۍ، درې ساکټه او ترازو) د تدارک او چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او خپلې آفرونه د شرطنامې د درج شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل مطابق ترتیب کړي او په سر تړلي ډول یې د ۱۴۰۵/۱/۱۵ نېټې د سهار له ۱۰:۰۰ بجو مخکې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تدارکاتو ریاست دفتر ته، د ۱۸ پوړیزې ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار کې وسپاري. ناوخته رارسېدلي آفرونه او هغه آفرونه چې د برېښنالیک له لارې رالېږل شوي وي، د منلو وړ نه دي.
داوطلبان کولی شي شرطنامه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژجۍ وزارت له وېبپاڼې www.mcit.gov.af څخه ترلاسه کړي. که چېرې شرطنامه له یادې وېبپاڼې څخه ډاونلوډ نه شي، داوطلبان کولای شي د شرطنامې سافټ کاپي د فلش له لارې د تدارکاتو ریاست څخه، د ۱۸ پوړیزې ودانۍ ۱۴م پوړ، محمد جان خان واټ، دوهمه ناحیه، کابل ښار څخه ترلاسه کړي.
د آفرونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵/۱/۱۵ نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د تدارکاتو ریاست په دفتر کې، د ۱۸ پوړیزې ودانۍ په ۱۴م پوړ کې ترسره شي.
سندونه:
د موبل فرنیچر د تدارک او چمتو کولو پروژې د شرطنامې لینک
الحاج حافظ محمد امین جان «عمري»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري معین
