غزني ولایت مقر او قره باغ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې د پیرودونکو خدمتونو ۲ څانګې پرانیستل شوې
د سلام مخابراتي شبکې د غوره مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو او پیرودونکو ته د لازیاتو آسانتیاو د برابرولو په موخه د غزني ولایت په مقر او قره باغ ولسوالیو کې د پیرودونکو خدمتونو ۲ نوې څانګې د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شوې.
د غزنی ولایت مقر او قره باغ اوسیدونکي کولای شي د دې څانګو په پرانیستو سره سیمکارتونه او نور مخابراتي توکي ترلاسه او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې په آسانۍ سره حل کړي.
دیادولو وړده چې د غزني ولایت مقر او قره باغ ولسوالیو اوسېدونکو د دې څانګو په پرانستو سره د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو څخه خوښي څرګنده کړه.
