زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۳۸ تنه فارغ شول
د زابل ولايت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د کمپيوټري پروګرامونو (مایکروسافټ آفیس، وینډوز او انټرنیټ) په برخه کې، دولسمې دورې له شپږ مياشتنيو زده کړو وروسته ۳۸ تنو زده کوونکو ته چې په دې ډله کې محصلین، د ښوونځیو زده کوونکي او د بیلابیلو دولتي ادارو کارکوونکي شامل وو بري ليکونه وويشل شول.
په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل والي محترم الحاج ملا شیر محمد شریف، د مخابراتو رئیس، محترم مولوي عبدالهادي یحیی او د یاد ولایټ ګڼو نورو چارواکو او سیمه ییزو مسئولینو ګډون کړی و.
د دغه غونډی په لړکې د زابل والي محترم الحاج ملا شیر محمد شریف، په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې د هېواد راتلونکی تعلیم، تکنالوجۍ او مهارت لرونکو ځوانانو پورې تړلی دی، هغه زیاته کړه: “موږ د الله تعالی شکر ادا کوو چې نن زموږ ځوانان د قلم، کمپیوټر او ټکنالوجۍ له لارې هېواد ته د خدمت جوګه کېږي او دا زده کړې باید عملي شي.
ښاغلي والي صاحب فارغ شویو زدهکوونکو ته سپارښتنه وکړه چې خپلې زده کړې یوازې د اسنادو تر کچې محدودې نه کړي، بلکې د خپل مهارت له لارې نورو ته هم ګټه ورسوي او هیواد ته خدمت وکړي.
او همدا راز د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له دوی غوښتنه وکړه چې خپل مهارتونه لا پیاوړي او د ټکنالوجۍ د چټک پرمختګ سره ځانونه عیار کړي او د سالمې استفادې په صورت کې ګټورې پایلې ترلاسه کړي.
