کونړ ولایت کې د فرضي کرښې په امتداد د ۵ مخابراتي انټنونو د نصب سروې ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Sep 28 2026 3:10 PM
ریاست مخابرات کنر

د کونړ ولایت د فرضي کرښې په امتداد د مخابراتي آسانتیاو د رامنځته کېدو او شته ستونزو د حل په موخه د ۵ مخابراتي آنټنونو د نصب په موخه سروې ترسره شوه.

یاده سروې د دقیقو او مناسبو موقعیتونو د ټاکلو، تخنیکي شرایطو او مخابراتي اړتیاو د ارزونې په اساس ترسره شوې چې له مخې به یې ناړۍ، دانګام او سرکاڼو ولسوالیو کې ۵ مخابراتي آنټنونه نصب او فعاله شي.