د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ملي ډیټا سنټر د ظرفیت لوړولو او د فعالیت د ښه والي پروژې د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان
Publish Date
Closing Date
په دې وسیله، د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل له مخې، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ملي ډیټا سنټر د ظرفیت لوړولو او د فعالیت د ښه والي پروژه د امروز کمپیوتر لمیتد سوداګریز شرکت ته، چې د کابل ښار د حاجي یعقوب څلورلارې کې موقعیت لري، د ۸,۲۰۰,۰۰۰ (اته میلیونه او دوه سوه زره) افغانیو په مجموعي مبلغ ورکړې ده.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، په لیکلي ډول د خپلو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو ریاست ته، چې د ۱۸ منزله ودانۍ په ۱۴م پوړ کې موقعیت لري، د تدارکاتو د اصولو له احکامو سره سم وړاندې کړي.
دا اطلاعیه د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغه چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او نور قانوني مراحل بشپړ نه شي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي والسلام.
الحاج حافظ محمد امین جان عمري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین
