د غور ولایت په شهرک او تولک ولسوالیو کې ۳ مخابراتي سایټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول
د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په دهن حصارسیمه او د تولک ولسوالۍ په ګاوکش او تګاب اشلان سیمو کې د افغان ټيلیکام مخابراتي شرکت سلام شبکې درې مخابراتي سايټونه جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شول.
یاد مخابراتي سایټونه چې د ۲جي او ۳جي عصري ټکنالوجۍ سمبال دي د غورلایت یادو ولسوالیو اوسېدونکو لپاره انټرنټي او مکالماتي چوپړتیاوې وړاندې کوي.
دیادونې وړده چې څلور مخابراتي سایټونه دغور ولایت په پسابند، دولینه او شهرک ولسوالیوکی مخکې جوړ او ګټی اخیستنی ته سپارل شوي او نور پاتې مخابراتي سایټونه به په نږدې راتلونکي کې فعال شي.
