نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Sep 18 2025 12:41 PM

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو په موخه د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ ګاټا سیمه کې د اټرا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه او همدا راز اړوند شرکت ته قرارداد سره سم د چارو د پرمخ بیولو سپارښتنه وشوه.

د نورګرام ولسوالۍ ګاټا سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت د مخابراتي سایټ په جوړېدو سره به د یادې ساحې ډیری محرومې سیمې له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي.