د کاپیسا ولایت په مرکز، او ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو ډرایف ټسټ تر سره شو

naweed_admin
Wed, Dec 25 2024 3:27 PM
ولایت کاپیسا

د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د موندلو او د دغو خدمتونو د کیفیت د ښه والي په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اټرا) ادارې تخنیکي ټیم له لوري د کاپیسا ولایت د مخابراتو ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت په مرکز، او ولسوالیو کې د ډرایو ټسټ دستګاه په مرسته د مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو د کیفیت د اندازه کولو عملیه ترسره کړه.

د ډرایف ټیسټ په ترسره کولو، هغه سیمې چې مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه پکې ضعیف یا ستونزې لري پیژندل کیږي او د مخابراتي شرکتونو سره شریکې کیږي، مخابراتي شرکتونه مکلف دي چې د خپلو خدماتو کیفیت ښه کړي.