د زابل ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې ۳جي انټرنیټي خدمتونه پیل شول

naweed_admin
Sun, Oct 13 2024 12:14 PM
مخابرات ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پاملرنې پر اساس او د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د افغان بیسیم مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په شهر صفا ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت ۳جي مخابراتي او انټرنټي خدمتونه په رسمي ډول پرانیستل شول.

د افغان بیسم مخابراتي شبکې د ۳جي انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره د نوموړي ولایت د شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې په نوموړی ولایت دا  دریم سایټ دی چې خدمتونه یی ۳جی ته لوړیږی او د شهر صفا ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت  د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.