د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
Sat, May 11 2024 2:58 PM
مخابرات ولایت لوگر

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مشرتابه د یوې غونډې په ترڅ کې د مخابراتي شرکتونو له ولایتي مسئولینو سره وکتل.

په دې غونډه کې د مخابراتي شرکتونو د پراختیایي پلانونو، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي د لوګر ولایت ولسوالیو ته د سیم کارتونو د بیا ثبت په موخه د خپلو ګرځنده ټیمونو د ژر استولو، د مخابراتي خدمتونو اړوندو بېلابېلو موضوعاتو خبرې وشوې.

د ام ټی ان مخابراتي شرکت استازي وویل چې یاد شرکت په پلان کې لري چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې د لوګر ولایت په مرکز او یو شمیر ولسوالیو کې ۵ نوي مخابراتي سایټونه نصب او جوړ کړي چې په ۴جي  ټکنالوجۍ به سمبال وي.

همداراز د اتصالات مخابراتي شرکت استازي هم وویل، دغه شرکت په پلان کې لري چې د ۲۰۲۴ کال تر پایه پورې د لوګر ولایت د خوښۍ، خروار او ازره  ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولي.

د یادونې وړ ده چې د مخابراتي شرکتونو مسئولینو ژمنه وکړه، چې پورتنۍ چارې به د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت او اترا ادارې سره په همغږۍ د نوي طرزالعمل له مخې ترسره کړي.