د لوګر ولایت جوزار کلي مخابراتي ستونزې وڅیړل شوې

naweed_admin
Wed, Feb 14 2024 12:47 PM
ولایت لوگر

 لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، آترا ادارې او افغان ټليکام مخابراتي شرکت ولایتي مسوولینو په ملتیا د لوګر ولایت جوزار کلي کې د مخابراتي خدمتونو د نشتون په اړه د اوسیدونکو ستونزو ته د رسیدنې په موخه د یادې سیمې له مخورو او د سیمې له اوسېدونکو سره ناسته وشوه.

دې کتنه کې د سیمې مشرانو، د یادې سیمې د اوسیدونکو مخابراتي ستونزو په اړه معلومات ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې د دوي مخابراتي مشکلاتو ته دې رسیدنه وشي.

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رییس ژمنه وکړه چې د یادو ستونزو د حل لپاره به د دوي غوښتنې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سره شریکې کړي او دحل لار به ورته ولټول شي.