د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ او د تخار پوهنتون ریاستونو ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک

naweed_admin
Sat, May 29 2021 4:21 PM
امضای تفاهمنامه کارآموزی

د دې هوکړه لیک له مخې به زده کونکو ته د ساینسي او عملي زده کړو، ساینسي څیړنو ته د معلومات چمتو کولو، د ګډو څیړنیزو پروژو ترسره کولو، د دواړو خواو علمي او څیړنیزو وړتیاوو د لوړولو لپاره په سیمینارونو او ورکشاپونو کې د ګډون په برخو کې، د انجینری او د پوهنې او روزنې پوهنځیو د کمپیوټر ساینس څانګو زده کوونکو ته لنډمهاله روزنیز کورس (انترنشپ) زمینه برابره شي.

همدارنګه د دې هوکړه لیک لاسلیک کیدل به د انجینرۍ او کمپیوټر ساینس زده کونکو ودې او وړتیا لوړونې، ګډې همکارۍ او ډیجیټلي مهارتونو د پراختیا لپاره لاره هواره کړي.

امضای تفاهمنامه