د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاروبار پیل کولو پروګرام (Incubator Program)لپاره د احتمالي کاروبار پیل کوونکي په توګه د نوم ثبتولو بلنلیک

mcitadmin

Publish Date

Closing Date

د افغاانستان د اسلامي جمهوریت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هیواد د بیکاره ځوانانو (ښخینه او نارینه) لپاره داسي یو مرکز جوړ کړی دی چې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په بیلابیلو برخو کې بریالي سوداګریزي ادارې ورنه جوړ شي. که چیرې تاسي د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ لومړنۍ وړتیاوي لرئ، او له دي سره علاقه لرئ چې د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ اړوند خپل کاروبار ته پراختیا ورکړئ، نو دا ستاسي لپاره ښه فرصت دی چې د خپلې خوښي کاروبار پیل کړئ. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به تاسي ته وړیا سلا مشوره، او د کاروبار لپاره وړیا ځای او سهولتونه درکړي چې تاسي هلته خپل کاروبار پیل کړئ. دا سهولتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاروبار پیل کولو د مدیریت پروګرام له لارې تاسي ته درکول کیږي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کاروبار پیل کولو د مدیریت پروګرام هدف دا دی چې کاروبار جوړولو او ودي په برخه کې د نوي کاروبار پیل کوونکو مشرۍ وکړي او د هغوی مدیریت وکړي، او د افغانستان د نوي او مخ پر ودي سوداګرو لپاره پر خپل ځان متکي خدمتونو چمتو کړي. دا د نوي راټوکیدونکي متشبث په توګه دا ژمنه کوي چې په افغانستان کې د نوي او راپورته کیدونکو کاروبار څخه ملاتړ وشي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو صلاحیت لرونکي د نوي راټوکیدونکي کاروبار د مدیریت اداره (Incubator Management Firm - IMF ) ټاکلي ده چې د تجارتي کاروبارو د ودي او تاسیس مدیریت او مشرۍ په غاړه واخلي، چې په افغانستان کې د نوي او مخ پر ودي سوداګرو لپاره پر خپل ځان متکي خدمتونه چمتو کړي. همدا رنګه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یو نړیوال متخصص (International Expert - IE) هم ټاکلی دی چې چې د تجارتي کاروبارو د ودي او تاسیس مدیریت او مشرۍ په غاړه واخلي، چې په افغانستان کې د نوي او مخ پر ودي سوداګرو لپاره پر خپل ځان متکي خدمتونه چمتو کړي

د معلوماتي او مخابراتي ټکنالوجۍ په برخه کې صلاحیت لرونکي فارغین، چې هیله لري خپل کاروبار پیل کړي، غوښتنه کیږي چې د خپلو سوانحو لنډیز یا CV د ۲۰۱۴ کال د جون میاشتي تر ۱۴ نیټې پورې ibrahim.ferozi@mcit.gov.af     mateen.samsor@mcit.gov.af     ته ولیږي. د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ټیم به ټول احتمالي کاروبار پیل کوونکو سره د ۲۰۱۴ کال د جولای  میاشتي په ۱۵ نیټه د سهار په ۹ بجو مرکي وکړي. لږ تر لږه ۶۰ تنه وړتیا لرونکي کاندیدان به د احتمالی کاروبار پیل کوونکو په توګه انتخاب شي.

Phone: 0752144336

 

More tenders

Sun, Dec 14 2025 2:49 PM کابل
Background image

Request for Information (RFI) Announcement

MCIT hereby invites qualified and experienced international companies, satellite service providers and solution providers to submit technical...

Mon, Nov 03 2025 2:42 PM
Background image

Procurement Google Workspace (Cloud Email Services)

Afghan Telecom Corporation (AFTEL), General Directorate of the Islamic Emirate Own Companies...

Tue, Nov 19 2024 10:57 AM Attention: Bid Opening Facilitation Secretariat Department of National Procurement Directorate
Background image

Procurement of ISP Backbone Equipment (Amendment No.1)

National Procurement Directorate (NPD) of General Directorate...

Back to tenders