د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر شهزاد آریوبی د جاپان له سفیر سره وکتل

mcitadmin
Tue, Jan 30 2018 5:03 AM
sdf

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر ښاغلي شهزاد آریوبی  په کابل کې د جاپان له سفیر ښاغلي میټسوجي سوزوکا Mr. Mitsuji (Suzuka سره د خپل کار په دفتر کې ولیدل.
په دغه غونډه کې د دواړو هیوادونو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وشوي.

ښاغلي شهزاد آریوبی وویل چې د جاپان هیواد د افغانانو سره په تیرو ۱۶ کلونو کې په بیلابیلو برخو کې زیاتې مرستې کړي دي چې له مرستو څخه یې مننه کوو
همداراز ښاغلي آریوبی د جاپان د سفیر څخه د الیکترونیکي حکومتولۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه. ښاغلي سفیر د خپل هیواد د تخنیکي همکاریو په برخه کې ډاډ څرګند کړ.