د خپلواکۍ د ۹۸ کلیزې په مناسبت د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ د سرپرست وزیر پیغام

mcitadmin
Fri, Aug 18 2017 5:03 AM
daas

بسم الله الرحمن الرحیم

درنو وطنوالو!

افغانستان د تاریخ له ډېرو لوړو ژورو تېر شوی. د وطن ساتنې په سلګونو معرکو کې یې بری موندلی او له ډېرو سرښندنو وروسته د یوه سیال او خپلواک ملت په حیث ژوند کوو. د خپلواکۍ ورځ زمونږ د زرین تاریخ هغه مقدسه ورځ ده چې مونږ پکې د ازادۍ د احساس تر څنګ د خپلواکۍ د لارې د شهیدانو یاد لمانځو او د دې هېواد د هر اړخیزې خپلواکۍ ساتلو تعهد کوو.

د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ په سکتور کې د دې هېواد د یوه مسول وګړي په صفت تعهد درکوم چې په خپل ټول توان به افغانستان د مالوماتي ټیکنالوجۍ په برخه کې سیال، مصئون او له انحصاره وباسو.

د هغې ورځې په هیله چې افغانستان د سیمې په برېښنایي ځالې بدل او د یوه پرمختللي افغانستان لپاره د اعلیحضرت غازي امان الله خان خوبونه په حقیقت بدل کړو.

ژوندی دې وي افغانستان
تلپاتې دې وي خپلواکي

شهزاد اریوبي
د مخابراتو او مالوماتي ټیکنالوجۍ سرپرست وزیر