په نورستان ولایت کې د سلام مخابراتې شبکې د نوي سایټ سروې ترسره شوه

naweed_admin
Fri, Sep 25 2026 2:48 PM
ولایت نورستان

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټېلیکام شرکت په ګډه همکارۍ، د برګمټال ولسوالۍ لپاره د سلام مخابراتي شبکې د نوي منظور شوي سایټ د جوړولو په موخه تخنیکي سروې ترسره کړه.

د سروې پر مهال د سایټ مناسب موقعیت، د مخابراتي او برېښنايي تجهیزاتو د نصب شرایط او د P2P لینک له لارې د انټرنېټ خدمتونو د برابرولو تخنیکي امکانات و ارزول شول.

د سایټ له بشپړېدو او فعالېدو سره به د نوریستان ولایت برګمټال ولسوالۍ اوسېدونکو ته د لومړي ځل لپاره د 2G او 3G غږیزو او انټرنېټي خدمتونو د ترلاسه کولو زمینه برابره شي او د سیمې مخابراتي پوښښ به لا پراخ شي.