د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ کې یو مخابراتي سایټ جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Wed, Oct 15 2025 5:55 PM
پکتیکا,ولایت پکتیکا,ریاست مخابرات ولایت پکتیکا,وزارت مخابرات افغانستان

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ شنک سیمه کې د افغان ټلیکام د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ چې د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پرژه کې یادې ولسوالۍ ته ځانګړی شوی و جوړ او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاد مخابراتي سایټ چې په عصري ټکنالوجۍ ۳جی سمبال دی د مټاخان ولسوالۍ شنک سیمې اوسېدونکو لپاره انټرنټي او مکالماتي چوپړتیاوې وړاندې کوي او د شنک او شاوخوا محرومې سیمې یې تر خپل پوښښ لاندې راوستلي دي.