د خوست ولايت په سيېرې ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Wed, Nov 18 2026 3:14 PM

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د خوست ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د مسلکي او تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت سپېرې ولسوالۍ په زیرو سیمه کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د یو سایټ جوړولو لپاره سروې ترسره شوه چې د جوړولو عملي چارې به یې هم ژر پیل شي.

د یادونې وړ ده د یاد مخابراتي سایټ په جوړیدو سره به د خوست ولایت دیادې سیمې اوسېدونکو مکالماتي او انټرنټي ستونزې حل شي.

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست ژمن دی چې ټولو هغو سیمو اوسېدونکو ته چې تر اوسمهاله د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي د مخابراتي خدمتونو د رسولو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.