لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Tue, Nov 17 2026 3:04 PM
ولایت لوگر افغانستان

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د محمدآغې ولسوالۍ په برګ کلي کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ نصب او فعال شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوه‌زي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي، چې مخکې یې مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه درلود، د سلام مخابراتي شبکې د ۲جې، ۳جې او ۴جې  خدمتونو څخه برخمن شول.

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د یاد ولایت ټولې له مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو بې‌برخې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.