لوګر کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Thu, Nov 12 2026 12:25 PM
ولایت لوگر افغانستان

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ اړوند برګ سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت نوی سایټ نصب اوګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د برګ، دریاخان، ګوزي او یو شمېر ګاونډیو کلیو اوسېدونکي د لومړي ځل لپاره د سلام مخابراتي شبکې د ۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي او انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شول.

د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست وايي، هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ د یاد ولایت ټولې له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.