د بامیان ولایت په سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Nov 05 2026 1:06 PM
ولایت بامیان افغانستان

د بامیان ولایت سیغان ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د یوه سایټ د نصب په موخه سروې ترسره شوه چې په لنډه موده کې به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.

یاده سروې د بامیان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د وزارت اترا ادارې ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم لخوا ترسره شوه. دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو تنظیم ادارې (اترا) د ټي دي اف صندوق په مرسته جوړیږي په فعالیدو سره به یې د سیغان ولسوالۍ سربیره د شیبر ولسوالۍ دهن باغک او ایمنداب سیمې او شکاري دَرې لویې لارې په مسیر کې د سیمې اوسېدونکو او مسافرو لپاره به هم د مخابراتي اړیکو په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې وړ ده د بامیان ولایت د یادو سیمو اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مشرتابه او ولایتي ریاست د دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه.