د پکتیکا په یوسف‌خېلو ولسوالۍ کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
Thu, Oct 15 2026 9:06 AM
ریاست مخابرات ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په همکارۍ، د روشن مخابراتي شرکت له لوري د یوسف‌ خېلو ولسوالۍ په میست او برت ‌خېل سیمو کې د دوو مخابراتي سایټونو ظرفیت لوړ شو.

د یادو سایټونو د ظرفیت لوړولو موخه د مخابراتي خدمتونو د کیفیت ښه‌والی او د سیمې اوسېدونکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول دي.

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست هڅه کوي چې د مخابراتي شرکتونو په همکارۍ، د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او کیفیت لوړولو لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.