د هرات پاشدان بند کې مخابراتي سایټ فعال شو

naweed_admin
Mon, Oct 05 2026 9:35 AM
ریاست مخابرات ولایت هرات

د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ د پاشدان بند په مربوطاتو کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت یو نوی سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ له فعالېدو سره به د هرات–کرخ لویې لارې مسافرو او د پاشدان بند سیلانیانو ته د مخابراتي خدمتونو په برخه کې آسانتیاوې رامنځته شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په پام کې لري چې د هېواد په کچه د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا ترڅنګ، له مخابراتي خدمتونو بې‌برخې سیمې هم په نښه او تر پوښښ لاندې راولي.