غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
Mon, Sep 21 2026 8:56 AM
ریاست مخابرات ولایت غزنی

د غزني ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ د نصب په موخه سروې ترسره شوه چې په لنډه موده کې به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.

یاده سروې د غزني ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د وزارت اترا ادارې ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم لخوا ترسره شوه دغه مخابراتي سایټ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د مخابراتي تنظیم ادارې اترا د ټي دي اف یوولسمې پروژې په مرسته جوړیږي په فعالیدو سره به یې د خوګیاڼو ولسوالۍ ډیری سیمې له مکالماتي او انټرنیټي خدمتونو برخمنې شي.

د یادونې وړ ده د غزني ولایت د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له مشرتابه او ولایتي ریاست د دغه اقدام څخه خوښي څرګنده کړه.