ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
Sun, Sep 06 2026 12:45 PM
شرکت های خدمات پوستی

د ننګرهار ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رياست د ګډ کیسیون له لوري د غیرقانوني خدمتونو د مخنیوي په موخه جلال آباد ښار کې د یوشمیر پوستي او کارګو شرکتونو د پوستي خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې پوستي او کارګو شرکتونو ته سپارښتنه وشوه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ آپرا ادارې کړنلارې او مقررات په بشپړ ډول رعایت کړي او تعهد ترې واخیستل شو تر څو غیر قانوني پوستي خدمتونه ترسره نه کړي.

دیادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه دپوستي خدمتونو د غیر قانونی پوستی فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.