د قرارداد د ورکړې د پرېکړې اعلان د پرنټرونو رنګ او د آی ټي پرزو د تهيې او تدارک پروژې په اړه
Publish Date
Closing Date
په دې توګه، د قراردادونو د قانون او د تدارکاتو د طرزالعمل له مخې، عامو خلکو ته خبر ورکول کېږي چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د خپلو مرکزي دفترونو د اړتیاوو لپاره د پرنټرونو رنګ او د آی ټي پرزو د تهيې او تدارک پروژه، د کابل ښار صدارت څلورلارې کې موقعيت لرونکې محترم ارشد اميد لمېټډ سوداګریز شرکت ته، د یو میلیون دوه سوه درې دېرش زره او اووه سوه پنځوس (۱٬۲۳۳٬۷۵۰) افغانیو په ارزښت ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل اعتراض د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې، په لیکلي ډول له خپلو دلایلو سره یوځای، د تدارکاتو ریاست ته چې د ۱۸ منزله تعمیر په څوارلسم منزل کې موقعيت لري، د تدارکاتو د اصولو د احکامو مطابق وړاندې کړي.
دا اطلاعیه د قرارداد د عقد په معنی نه ده، او تر هغې چې پورته یاده شوې موده بشپړه نه شي او راتلونکي قانوني مراحل طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي والسلام.
الحاج حافظ محمد امین جان عمري
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال
