میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکی یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

naweed_admin
Wed, Apr 29 2026 11:57 AM
ولایت میدان وردک

د میدان وردګ ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تنظیم (اترا) ادارې په مرسته میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ په سبک سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوسایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې مخابراتي او انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.