د (۱۸۵۰۰۰) زره افغانۍ په ارزښت د قرارداد لاسلیک د چارو ادارې محترم عمومي ریاست سره:
د ۱۴۰۴ کال د قوس په میاشت کې، د معلوماتي ټکنالوجۍ د خدمتونو د وړاندې کولو د محترم ریاست د خدمتونو د عرضې او بازارموندنې آمریت، د هاستنګ د خدمتونو د پراختیا په موخه، د ویب ایمیل او هاستنګ د خدمتونو د وړاندې کولو قرارداد د چارو ادارې محترم عمومي ریاست، د ښاروالیو د چارو د انسجام محترم ریاست سره لاسلیک کړی دی.
د یاد قرارداد ارزښت د یو کال لپاره (۱۸۵۰۰۰) یو لک او پنځه اتهیا زره افغانۍ دی، چې پر بنسټ یې د یادې محترمې ادارې د تخنیکي او ارتباطي فعالیتونو د آسانتیا په موخه د ویب ایمیل او هاستنګ خدمتونه د افغانستان د ملي معلوماتي مرکز په چوکاټ کې کوربهتوب کېږي.
دا اقدام د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هغو موخو د پلي کېدو په لور ترسره شوی، چې د هاستنګ په برخه کې د شته تخنیکي زیربناوو د اغېزمنې استفادې د زیاتوالي لپاره ټاکل شوې دي والسلام.
انجنیر شهزاده حسین عزیزی
د معلوماتي ټکنالوجۍ د زیربناوو د عمومي ریاست وارسي کوونکی
