د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

naweed_admin
Thu, Nov 27 2025 1:05 PM
ولایت خوست

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ  تودې چینې سیمه کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه سایټ رغنیزې چارې چې موده وړاندې پیل شوې اوس مهال بشپړېدو ته نیږدې شوي دي.

د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او اترا ادرې استازو له لوري د یاد مخابراتي سایټ له نیږدې څارنه ترسره شوې او د چارو په بشپړولو کې یې قراردادي شرکت ته لازمې سپارښتنې او د قرارداد معیار په پام کې نیولو ټینګار کړی.

د خوست ولایت ګربزو ولسوالۍ کې د یاد مخابراتي سایټ په فعالېدو سره چې د اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژه کې دغې ولسوالۍ ته ځانګړی شوی و زیات شمیر اوسېدونکي له مخابراتي آسانتیاو برخمن شي.