د ننګرهار ولایت د مخابراتواومعلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او پوسټي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

naweed_admin
Tue, Oct 28 2025 5:32 PM

د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ ریاست رئیس ښاغلي مولوي ذبیح الله (ذکی) د پوسټي خدمتونو د څارنې، عوایدو لوړولو، دپوسټي چوپړتیاو د مارکیټ، دغیرقانونی خدمتونو د مخنیوي او اړونده نورو موضوعاتو په تړاو د ننګرهار ولایت د پوسټي شرکتونو له مسؤلینو سره غونډه وکړه.

همداراز د پوسټي شرکتونو مسؤلینوته لارښونه وشوه چی په پوسټي مارکیټ کې له جواز پرته د خدماتود ترسره کولو څخه ډ ډه وکړي او د پوسټي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) دقوانیونو په رڼاکې خپلې چارې تنظیم کړي.

همدا راز د یادی غونډي په پای کې د پوسټي شرکتونو مسؤلینو ژمنه وکړه چي د اپرا ادارې ټولو قوانیونو ته ژمن دی او د همدې شرایطو په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي دي.