د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي آنټن د رغېدو چارې پیل شوې.

naweed_admin
Mon, Oct 20 2025 4:50 PM
ولایت پروان

د هېواد لرو پرتو او همداراز د لویو لارو د مخابراتي پوښښ په موخه د پروان ولایت ولایت سالنګ ولسوالۍ کې د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت د سلام شبکې د یوه مخابراتي سایټ رغنیزې چارې پیل شوې.

یاد مخابراتي سایټ چې اوس مهال یې رغنیزې چارې پیل شوي د ۴ میاشتو په موده کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي چې ورسره به د یادې سیمې ډیری هغه برخې چې له انټرنټي او مکالماتي آسانتیاو بې برخې تر خپل پوښښ لاندې راولي.

د یادونې وړ ده د پروان ولایت سالنګ ولسوالۍ کې یاد مخابراتي سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې د ټي ډي ایف لسمې پروژې پر مټ جوړېږي.