د دایکندي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له ښوونیز مرکز څخه ۱۰ تنه فارغ شول

naweed_admin
Tue, Oct 07 2025 3:16 PM
دایکندی

د دایکندي ولایت د مخابراتو ریاست ښونیز مرکز څخه له شپږ میاشتینیو زده کړو وروسته ۱۰ تنه زده کوونکي د کمپیوتر په برخه کې له روزنې وروسته فارغ او تصدیق پاڼې ورکړل شوې.

په همدې مناسبت جوړې شوې غونډه کې چې د یاد ولایت یو شمېر چارواکو ګډون کړوی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه یې مننه وکړه چې د هېواد په ګڼو سیمو کې یې د ټکنالوجۍ د زده کړو آسانتیاوې برابرې کړي او له فارغه شویو زده کوونکو یې غوښتنه وکړه چې خپلې زده کړې جاري وساتي او له ټکنالوجۍ څخه چې د اوسني عصر اړتیا ده په غوره شکل ګټه پورته کړي.